يرمياه 30:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم. Faic an caibideil |
د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.