9 ځکه چې د اِسرائيل دغه بدکارى هغې ته ډېره بېاهميته ښکارېده نو هغې هغه زمکه پليته کړه چې د کاڼو او لرګو د بُتانو سره يې زنا شروع کړه.
خو اے د کوډګرې بچو، د زناکارې او کنجرې بچو، ديخوا راشئ.
د واديانو هوار کاڼى ستاسو معبودان دى. تاسو دې ته د څښلو نذرانې تويَوئ او د غلې نذرانې ورته پېش کوئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ په دې هر څۀ باندې خوشحالېږم؟
هغوئ ټول کم عقل او بېوقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.
زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بېساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“
دوئ د لرګى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما پلار يې، او د کاڼى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما مور يې. دوئ ټولو ما ته د مخ په ځائ شا کړې ده، خو چې کله هم څۀ تکليف ورباندې راشى نو بيا ما ته خواست کوى چې راشه او مونږ ته خلاصون راکړه.
ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.
د اوچتو خُشکو غرونو طرف ته نظر وکړه او وګوره چې آيا هلته په هغې کښې داسې ځائ شته چې تۀ په کښې بېحرمته شوے نۀ يې؟ د لارې په خوا کښې تۀ د زنا دپاره يارانو ته داسې ولاړه وې، لکه چې يو کوچے په صحرا کښې په انتظار ناست وى. تا د زناکارۍ او شرارت په وجه ټوله زمکه پليته کړې ده.
تا خپل ځان سره قيمتى کالى هم واخستل کوم چې ما تا له درکړى وُو، کوم چې ما د سرو او سپينو زرو نه جوړ کړى وُو، او تا د هغوئ نه ځانله نارينه بُتان جوړ کړل او د هغوئ سره په زنا کولو مصروفه شوې.
هغوئ هغه بربنډه کړه، د هغې نه يې زامن او لوڼه واخستل او هغه يې په تُوره ووژله. او هغه د نورو ښځو په مينځ کښې د عبرت مثال شوه، او سزا په هغې نازله شوه.
نو تۀ د خپلې ځوانۍ د هغه مستۍ بيا خواهشمنده يې، لکه څنګه چې ستا په پېغلتوب کښې پردو سړو په مِصر کښې ستا د سينو سره لوبې وکړې.“
هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو.
”خپله مور اِسرائيل ورټئ ځکه چې هغه زما ښځه نۀ ده او زۀ د هغې خاوند نۀ يم. هغې ته ووايئ چې د خپل مخ نه د کنجرتوب پرده لرې کړى او هغه خوشبوئى لرې کړى چې د هغې سينې څرګندوى.
هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے.
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد کوم، ځکه چې اور د څرېدو ځايونه وسوزول او لمبو د ټولو پټو ونې وسوزولې.
افسوس په هغوئ څوک چې لرګى ته وائى، ژوندے شه. يا بېساه کاڼى ته وائى، پاڅه. آيا دا دوئ ته هدايت ورکولے شى؟ دا په سرو او سپينو زرو پټ وى، خو په کښې ساه نۀ وى.
خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى.