يرمياه 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 ما بېوفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟