يرمياه 3:25 - Pakistani Yousafzai Pashto25 مونږ له په کار دى چې بېعزتى او شرم قبول کړُو او په شرمونو پټ شُو. ځکه چې مونږ د خپل پلار نيکۀ سره د خپل مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په خلاف ګناه کړې ده. د اول نه تر آخره پورې مونږ د خپل مالِک خُدائ پيروى نۀ ده کړې.“ Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.