20 خو تۀ ما سره بېوفا شوې د هغې ښځې په شان څوک چې خپل خاوند سره بېوفا وى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طرف ته دوکه باز دى.
ما ته پته وه چې تاسو ناقابلِ اعتماد يئ، ځکه چې تاسو د وړوکوالى نه په باغيانو مشهور وئ. او هم دا وجه ده چې تاسو هيڅکله د دې په حقله نۀ دى اورېدلى، او دا ځکه د دې يوه خبره هم ستاسو غوږونو ته نۀ ده رارسېدلې.
اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟
مالِک خُدائ دا فرمائى، ”د اِسرائيل او يهوداه خلقو ما سره هر قسمه بېوفائى او خيانت کړے دے.“
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شه او خپلې ښځې سره مينه کوه اګر چې هغه د خپل عاشق سره زنا کوى. تۀ به د هغې سره هغه شان مينه کوې لکه څنګه مينه چې زۀ د بنى اِسرائيلو سره کوم، اګر چې هغوئ نورو معبودانو ته اوړېدلى دى او بُتانو ته د کشمشو نذرانې پېش کول خوښوى.“
هغوئ د مالِک خُدائ سره بېوفائى کړې ده، او حراميان بچى يې پېدا کړى دى. نو اوس به نوې مياشت هغوئ سره د جائيداد لواړ تېر کړى.
خو په آدم نومې ښار کښې تاسو لوظ مات کړو او هلته مو ما سره بېوفائى وکړه.
يهوداه بېايمانى وکړه. يو حرام عمل يې په اِسرائيل يعنې يروشلم کښې کړے وو، د هغه پاک کور چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوله د هغه ښځو سره په وادۀ کولو چې بُت پرسته وې، يهوداه بېاحترامى وکړه.