Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 3:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د اوچتو خُشکو غرونو طرف ته نظر وکړه او وګوره چې آيا هلته په هغې کښې داسې ځائ شته چې تۀ په کښې بې‌حرمته شوے نۀ يې؟ د لارې په خوا کښې تۀ د زنا دپاره يارانو ته داسې ولاړه وې، لکه چې يو کوچے په صحرا کښې په انتظار ناست وى. تا د زناکارۍ او شرارت په وجه ټوله زمکه پليته کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 3:2
22 Iomraidhean Croise  

نو هغې د کونډتوب جامې وويستلې چې هغې اغوستې وې او مخ يې په څادر پټ کړو او د تمنت په لاره د عينيم ښار سره نزدې ورته کښېناسته. ځکه چې هغې ته ښۀ پته وه چې د يهوداه وړوکے زوئ لوئ شوے وو او تر اوسه پورې يې ودېدو له نۀ وه ورکړې.


سليمان اووۀ سوه شهزادګۍ وادۀ کړې او درې سوه وينځې يې هم وې. نو هغوئ د هغۀ زړۀ د خُدائ پاک نه واړولو


يوسياه هغه علاقائى عبادتخانې ناپاکې کړې چې سليمان بادشاه د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته او د زيتُونو غرۀ جنوبى طرف ته د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره جوړې کړې وې، يعنې د صيدان عستاراتې بُت، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک.


دوئ بې‌ګناه وينې توئ کړې د خپلو لوڼو او زامنو وينې يې توئ کړې، کوم چې د کنعان بُتانو ته دوئ قربانى کړل، د هغوئ د وينې په وجه هغه مُلک ناپاک شو.


هغوئ د ډاکوانو په شان په انتظار کښې ناستې وى او بې‌وفا سړى زياتوى.


هغه بې‌شرمه او بې‌حيا ښځه وه چې ټوله ورځ هواګيره ګرځېدله.


د بيابان په ټولو اوچتو او خُشکو غونډو د قتل و غارت فوج ليدلے کيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ تُوره به د يو سر نه تر بل سره پورې هغوئ هلاک کړى. نو څوک به هم محفوظ نۀ وى.


”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.


”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى،


ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟


تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.


د خُشکو غرونو په اوچتو سرونو باندې د بنى اِسرائيليانو د ژړا او فرياد شور اورېدلے شى، ځکه چې هغوئ غلطه لار اختيار کړې ده او خپل مالِک خُدائ يې هېر کړے دے.


ځکه چې د اِسرائيل دغه بدکارى هغې ته ډېره بې‌اهميته ښکارېده نو هغې هغه زمکه پليته کړه چې د کاڼو او لرګو د بُتانو سره يې زنا شروع کړه.


”خپل وېښتۀ د وير دپاره کل کړئ او لرې يې وغورزوئ. په اوچتو خُشکو غرونو د وير او ماتم سندرې ووايئ، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ رد کړل او دا نسل يې خپل قهر او غضب ته پرېښودلو.


تا خپلې جامې واخستې او په خپلو جامو دې زيارت رنګينه کړو، هلته دې کنجرتوب شروع کړو. نۀ داسې کارونه مخکښې شوى وُو او نۀ به وروستو وشى.


کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.


او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“


او په عالمِ ارواح کښې چرته چې هغه په عذاب وو، هغۀ چې پورته وکتل نو لرې يې لعزر د اِبراهيم په غېږ کښې وليدلو.


کوم مُلک چې تاسو نيسئ په هغې کښې هغه ټول ځايونه تباه کړئ چرته چې هغه خلق په لوړو غرونو، په غونډو او د لويو شنو ونو لاندې د خپلو معبودانو عبادت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan