Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 3:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو کله چې ستاسو د خلقو شمېر په هغه مُلک کښې ډېر شى، مالِک خُدائ فرمائى، نو تاسو به په هغه ورځو کښې د خُدائ د لوظ صندوق ذکر نۀ کوئ او هم به ستاسو خيال ته دا نور نۀ راځى، او نۀ به هغه يادوئ، او نۀ به د هغې د ضرورت احساس تاسو ته کيږى، او نۀ به هغه دوباره جوړ کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 3:16
24 Iomraidhean Croise  

ستا ټولو نه وړه او کمزورې خاندان به هم د يو طاقتور قوم په شان لويه شى. په مقرر وخت به زۀ داسې وکړم. زۀ مالِک خُدائ يم.


هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.


”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.


نو په دغه وخت کښې به دوئ يروشلم ته د ”مالِک خُدائ تخت“ ووائى، او ټول قومونه به په يروشلم کښې راټول شى او د مالِک خُدائ نوم له به عزت ورکړى. او دوئ به نور د خپل سرکشه او شريره زړونو پيروى نۀ کوى.


نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځ راروانه ده چې زۀ به د اِسرائيل او يهوداه او د هغوئ د ځناورو نسلونه زيات کړم.


نو زۀ به هغوئ د شمالى مُلک نه واپس راولم او د زمکې د لرو ځايونو نه به يې راغونډ کړم. تر دې چې ړاندۀ، ګوډيان، اُميدوارې ښځې او د ماشوم د پېدا کېدو په حالت کښې ښځې، نو هغوئ ټول به د لوئ قبيلې په شکل کښې دلته بيا راواپس شى.


د هغوئ په دروغژنو خبرو مۀ دوکه کېږئ چې وائى، ”مونږ دلته په امن کښې يُو ځکه چې دا د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور دے.“


د سوزېدو نه مخکښې چې دا د هيڅ کار نۀ وو، نو بيا به دا څومره بې‌کاره وى کله چې دا په اور کښې وسوزيږى او سکارۀ شى؟


زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم.


نو زۀ به حُکم ورکړم، او زۀ به د بنى اِسرائيلو قوم په نورو قومونو کښې داسې چاڼ کړم لکه څنګه چې په چج غله چاڼ کيږى، او يو کاڼے به هم په غله کښې ترې نه لاړ نۀ شى.


په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې.


د يوسياه زوئ يکونياه، او د هغۀ وروڼه په هغه زمانه کښې پېدا شول چې بابل ته جلاوطن کړے شو.


تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan