يرمياه 3:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د شمال طرف ته لاړ شه او هغوئ ته ووايه، اے بېايمانه اِسرائيله، مالِک خُدائ فرمائى ما ته راواپس شه. زۀ به په غصې سره نور تا ته نۀ ګورم، ځکه چې زۀ رحم کوونکے يم، مالِک خُدائ فرمائى، او نۀ به زۀ د تل دپاره تا ته غصه يم. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟