11 نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”خو بيا دا چې بېايمانه اِسرائيل د دوکه باز يهوداه نه صادق دے.“
هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو.
اے بېوفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بېوفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.
زما خيال دا وو چې د دې هر څۀ کولو نه وروستو به هغه ما ته واپس راوګرځى. خو دا راونۀ ګرځېده او د دې بېوفا خور يهوداه دا هر څۀ وليدل.
ما بېوفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه.
دا نۀ چې تۀ صرف د هغوئ په نقش قدم باندې روانه يې او د هغوئ د حرامو کارونو پيروى دې وکړه بلکې په خپلو ټولو کردارونو کښې تۀ ډېره زر د هغوئ نه بدتره شوې.
د هغې خور اوحوليبه دا وليدل خو اوس هغه په شهوت پرستۍ او کنجرتوب کښې د خپلې خور نه ډېره زياته تېزه وه.
زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.
د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟