Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 29:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 29:8
36 Iomraidhean Croise  

نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زما په نوم دا پېغمبران د دروغو نبوت کوى. د هغوئ پېغام زما له طرف نه نۀ دے او نۀ ما هغوئ ته حکم کړے دے چې تاسو دا پېغام خلقو له ورکړئ. هغوئ دروغژنې روياګانې، او فضول فالونه او د خپلو دروغژنو خيالونو پېشګويانې کوى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”دا نبيان چې تاسو ته کومه پېشګوئې کوى د هغوئ خبرو ته غوږ مۀ نيسئ، هغوئ تاسو د دروغو په اُميدونو سره ډکوى. هغوئ تاسو ته د مالِک خُدائ پېغام نۀ درکوى خو صرف د خپل سوچ او زړۀ نه تاسو ته رويا پېش کوى.


”ما دا نبيان نۀ دى لېږلى، خو هغوئ د خپل ځان نه د پېغام ورکولو دپاره په منډه شوى دى، ما د هغوئ سره خبرې نۀ دى کړې، خو هغوئ پېشګويانې وکړى.


”ما هغه هر څۀ واورېدل څۀ چې دې پېغمبرانو خلقو ته وفرمائيل څوک چې زما په نوم دروغ وائى او خلقو ته وائى چې، ما خوب وليدو. په خوب کښې په ما الهام وشو.


د هغوئ خيال دا دے چې کوم خوبونه چې دوئ په خپلو کښې يو بل ته بيانوى نو د دې په وجه به زما خلق زما نوم هېر کړى، لکه څنګه چې پخوا د دوئ پلار نيکۀ زما نوم هېر کړے وو او د بعل بُت عبادت يې وکړو.“


نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.


بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.


دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه بابل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه بابل ته جلاوطن کړى وُو،


تاسو ووايئ چې، مونږ دپاره مالِک خُدائ په بابل کښې هم پېغمبران راپېدا کړى دى،


مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د اخى‌اب د قولاياه د زوئ او د صدقياه د معسياه د زوئ په حقله فرمائى چې، هغوئ تاسو ته زما په نوم د دروغو پېشګويانې وکړى، زۀ به هغوئ نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به هغوئ ستا د سترګو د وړاندې مړۀ کړى.


ځکه چې هغوئ په بنى اِسرائيلو کښې شرمناک ګناهونه کړى دى، هغوئ د خپلو ګاونډيانو د ښځو سره د زنا باوجود، زما په نامه د دروغو پېغام خلقو ته وړاندې کړے دے د کوم چې ما هغوئ ته حُکم نۀ دے ورکړے. خو ما ته د هغوئ په حقله عِلم دے او په هغوئ باندې زۀ ګواه يم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، خپل ځان ته دا دوکه مۀ ورکوئ چې ګنې د بابليانو فوج ستاسو نه لاړو او بيا به نۀ راځى، ځکه چې هغوئ به بيا واپس راځى.


پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“


ستا پېغمبرانو ستا دپاره بې‌مطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بې‌لارې کوونکى پېغامونه واورول.


د هغوئ روياګانې دوکه ده او د هغوئ پالونه نيول دروغ دى. هغوئ وائى چې، مالِک خُدائ دا فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دوئ نۀ دى رالېږلى، بيا هم هغوئ په دې اُميد دى چې د هغوئ خبرې به پوره شى.


کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.


په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى.


دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ.


افسوس دے په تاسو کله چې ټول خلق ستاسو ښۀ تعريف کوى نو دغه شان د هغوئ پلار نيکونو د دروغژنو نبيانو تعريف هم کولو.


ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.


نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.


تاسو دې څوک هم په تشو خبرو دوکه نۀ کړى، ځکه چې هم د دې څيزونو په وجه د خُدائ پاک غضب په هغوئ نازليږى څوک چې نافرمانه وى.


څوک دې تاسو په هيڅ طريقه دوکه نۀ کړى. ځکه چې هغه ورځ به تر هغې نۀ راځى ترڅو پورې چې بغاوت شروع نۀ شى او بيا بې‌شرعې کس څرګند نۀ شى، څوک چې د هلاکېدو دپاره مقرر شوے دے.


خو خراب او دوکه باز خلق به نورو له په دوکه ورکولو او دوکه خوړلو کښې لا زياتيږى.


ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.


او هغې له دا اختيار ورکړے شو چې د هغې اولنۍ بلا په ځائ معجزې وکړى او د دُنيا اوسېدونکى دوکه کړى او ورته يې حُکم وکړو چې د هغې اولنۍ په شان يو بُت جوړ کړئ چې د تُورې ګزار يې خوړلے وو خو بيا هم لا ژوندې وه.


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan