Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 29:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 29:6
16 Iomraidhean Croise  

هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.


دا رِبقه ده، د ځان سره يې بوځه. هغه دې ستا د نېک د زوئ ښځه شى، لکه چې څنګه مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى.“


او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“


لابن جواب ورکړو، ”هغه چې بل چا له ورکوم د هغې نه دا ښۀ ده چې تا له يې درکړم، دلته زما سره اوسېږه.“


نو شِکم خپل پلار همور ته ووئيل، ”دا جينۍ ما ته وادۀ کړه.“


ډېر بچى پېدا کړئ، نو چې ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.“


هغه وائى چې تاسو ځئ او چې چرته هم تاسو د خپلو ځانونو دپاره بوس راپېدا کولے شئ نو پېدا يې کړئ، خو د خښتو د جوړولو په شمېر کښې به کمے نۀ راولئ.“


نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.


د هغۀ دېرش زامن او دېرش لوڼه وې. هغۀ خپلې لوڼه د خپلې قبيلې نه بهر وادۀ کړې او خپلو زامنو له يې دېرش ښځې د پردو قبيلو نه وادۀ کړې. اِبصان اووۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،


هغه واپس کور ته لاړو او خپل مور پلار ته يې وفرمائيل، ”په تمنت کښې ما يوه فلستى جينۍ ليدلې ده او اوس هغه ما ته وادۀ کړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan