3 هغۀ هغه خط د اِلعاسه د سافن زوئ او ګمرياه د خِلقياه زوئ په لاس ولېږلو، کوم چې د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل نبوکدنضر له ولېږلو. په هغې کښې دا ليکلے شوى وُو،
کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.
او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو،
سافن منشى خِلقياه ته د بادشاه حُکم ورسولو او خِلقياه هغۀ ته ووئيل چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د تورات کِتاب موندلے دے. خِلقياه کِتاب ورکړو او سافن ولوستلو.
خلص، اِلعاسه،
خِلقياه، عزرياه،
او هغۀ خِلقياه، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عبدون، د دربار منشى سافن او د بادشاه مدد کوونکى عساياه له دا حُکم ورکړو،
نو بيا يهويقيم بادشاه الناتن د عکبور زوئ مِصر ته سره د نورو کسانو ولېږلو.
خو اخيقام د سافن زوئ د يرمياه مدد کولو، نو ځکه هغه د مرګ دپاره خلقو ته حواله نۀ کړے شو.
کۀ څۀ هم چې الناتن، دلاياه او ګمرياه بادشاه ته مِنتُونه کول چې طومار مۀ سوزوه خو هغۀ د هغوئ خبرې ته غوږ ونۀ نيولو.
حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.
د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.