20 نو اوس تاسو ټولو اے جلاوطن شوو څوک چې ما د يروشلم نه بابل ته لېږلئ د مالِک خُدائ کلام واورئ.
”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، دا ښۀ اينځر د يهوداه د هغه خلقو په شان دى چې ما د بابل مُلک ته د دې ځائ نه جلاوطن کړى دى او زۀ هغوئ ته هم دغه شان ښۀ ګورم.
دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه بابل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه بابل ته جلاوطن کړى وُو،
هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو کله چې يهوياکين بادشاه، د هغۀ مور مَلِکه، د دربار خصيان آفسران، د يهوداه او يروشلم مشران، ماهِر کسان او کاريګران د يروشليم نه شړلى وُو.
”ټولو جلاوطنو ته خط ورولېږه او ورته وليکه چې، مالِک خُدائ د سمعياه نحلامى په حقله فرمائى چې، هغۀ د خپل ځان نه تاسو ته پېشګوئې کړې ده، او کۀ څۀ هم چې هغه ما تاسو ته نۀ دے درلېږلے. او هغۀ تاسو داسې تيار کړئ چې د هغۀ په دروغو باندې باور وکړئ.
زۀ به تاسو د ښار نه وشړم او پردو خلقو ته به مو حواله کړم او تاسو له به سزا درکړم.
نو اوس د خپل قوم خلقو له ورشه څوک چې جلاوطن شوى دى او هغوئ سره خبرې وکړه. هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، دا چې هغوئ ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نه.“
نو زۀ هغه جلاوطنو له راغلم څوک چې په تل ابيب کښې د کبار سيند سره نزدې اوسېدل. زۀ د هغوئ په مينځ کښې د اوو ورځو دپاره چپ کښېناستم.
اے د صيون لورې، داسې د درد نه چغې او ټوپونه ووهه، لکه چې ښځه د ماشوم پېدا کېدو په وخت وهى، ځکه چې اوس به تاسو خامخا ښار پرېږدئ او په کولاو مېدان کښې به اوسېږئ. تۀ به بابل ته لاړه شې، خو تۀ به هلته بچ کړے شې. هلته به مالِک خُدائ تا د خپلو دشمنانو د لاسونو نه د تاوان په بدله را آزاده کړى.