2 هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو کله چې يهوياکين بادشاه، د هغۀ مور مَلِکه، د دربار خصيان آفسران، د يهوداه او يروشلم مشران، ماهِر کسان او کاريګران د يروشليم نه شړلى وُو.
ستا څۀ اولاد به بوتلے شى او د هغوئ نه به خصيان جوړ کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“
ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا درېو خصيانو هغۀ ته لاندې وکتل،
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”بادشاه او د هغۀ مور ته ووايه چې، د تخت نه راکوز شه او په خاورو کښې کښېنه، ځکه چې ستا د شان او شوکت تاجونه به زر ستا د سر نه راوغورزيږى.
وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې.
دا هم هغه پاتې شوى څيزونه دى کله چې نبوکدنضر بادشاه د يهوداه بادشاه، د يهويقيم زوئ يهوياکين او د يهوداه او يروشلم مشران سپين روبى ټول بابل ته بوتلل.
زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بېشکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
نو اوس تاسو ټولو اے جلاوطن شوو څوک چې ما د يروشلم نه بابل ته لېږلئ د مالِک خُدائ کلام واورئ.
خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو.
(په بنى اِسرائيلو کښې لوهار نۀ وو ځکه چې د فلستيانو اراده دا وه چې عبرانيان تُورې او نېزې جوړې نۀ کړى.