15 تاسو ووايئ چې، مونږ دپاره مالِک خُدائ په بابل کښې هم پېغمبران راپېدا کړى دى،
مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د اخىاب د قولاياه د زوئ او د صدقياه د معسياه د زوئ په حقله فرمائى چې، هغوئ تاسو ته زما په نوم د دروغو پېشګويانې وکړى، زۀ به هغوئ نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به هغوئ ستا د سترګو د وړاندې مړۀ کړى.
مالِک خُدائ په بابل کښې دا پېغام سمعياه نحلامى ته راولېږلو،
په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقىايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.
د مالِک خُدائ کلام په حزقىايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو.