Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 29:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 29:13
33 Iomraidhean Croise  

کۀ تۀ د هغۀ فرمانبردارى کوې نو مالِک خُدائ به هغه لوظ پوره کړى چې ما ته يې فرمائيلى وُو چې زما اولاد به تر هغې پورې په بنى اِسرائيلو بادشاهى کوى چې هغوئ په وفادارۍ سره د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه منى.


هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو.


نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“


او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


اخزياه ولټولے شو او هغه په سامريه کښې پټ وو او هلته پېدا شو. هغوئ هغه ياهُو ته بوتلو او وې وژلو. خو هغوئ د هغۀ لاش د هغۀ نيکۀ يهوسفط بادشاه د عزت په وجه ښخ کړو، ځکه يهوسفط د مالِک خُدائ د خِدمت دپاره هر څۀ کړى وُو. نو د اخزياه د خاندان داسې يو کس هم پاتې نۀ شو چې هغۀ بادشاهى کړے وے.


هغۀ د مالِک خُدائ د کور دپاره او د شريعت منلو دپاره چې هر څۀ هم کړى وُو، دا يې د زړۀ د اخلاصه کړى وُو او د خُدائ پاک طلبګار وو نو په دې وجه هغه کامياب وو.


زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بې‌لارې شم.


د خپل ټول زړۀ سره تا ته سوال زارى کومه جواب راکړه مالِک خُدايه زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه


بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.


ما ستا د رضا په خپل ټول زړۀ سره لټون کړے دے. د خپلې وعدې په مطابق په ما مهربانه اوسه.


کۀ څۀ هم چې مغرورانو په ما پورې دروغ تړلى دى، زۀ د خپل ټول زړۀ سره ستا اصُول ساتم.


مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.


نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بې‌شکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.


هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.


ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بې‌شکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“


د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى.


زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.


خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بې‌وفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه ورځو کښې به د اِسرائيل او د يهوداه خلق په يو ځائ په ژړا راروان وى. د مالِک خُدائ او د خپل مقدس خُدائ لټون به کوى.


زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ.


وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.


څنګه چې هغوئ په لاره مزل کولو نو هغوئ ته په لار کښې اوبۀ په مخه ورغلې او خصى ووئيل چې، ”ګوره، دلته اوبۀ شته، نو ما د بپتسمه اخستلو نه کوم څيز منع کولے شى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan