1 دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه بابل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه بابل ته جلاوطن کړى وُو،
او يهوياکين بادشاه، سره د خپلې مور، زامنو، آفسرانو او سره د محل د آفسرانو بابليانو ته تسليم شو. د نبوکدنضر د بادشاهۍ په اتم کال هغۀ يهوياکين قېدى کړو
کله چې سپرلے شو، نو نبوکدنضر بادشاه يهوياکين بابل ته قېدى بوتلو او د مالِک خُدائ د کور خزانې يې يوړې. بيا نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ صدقياه د يهوداه او يروشلم بادشاه جوړ کړو.
مردکى دا واقعې ليکلې وې او د فارس په ټول سلطنت کښې نزدې او لرې ټولو يهوديانو له يې خطونه لېږلى وُو،
نو د هم هغه کال په اوومه مياشت حننياه پېغمبر مړ شو.
زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بېشکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
نو اوس تاسو ټولو اے جلاوطن شوو څوک چې ما د يروشلم نه بابل ته لېږلئ د مالِک خُدائ کلام واورئ.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.
هغۀ سراياه ته وفرمائيل، ”کله چې تۀ بابل ته ورسېږې نو تۀ دا ټول کلام په اوچت آواز سره خلقو ته ولوله.
او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېريهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.
کۀ زما په سخت خط تاسو غمژن شوى وئ نو زۀ په هغې پښېمانه نۀ يم، اګر چې ما په اول وخت کښې کوم غم چې د لږ وخت دپاره در ورسولو نو په هغې زۀ لږ پښېمانه وم.
وګورئ، زۀ تاسو ته په خپل لاس سره څومره په غټو غټو ټکو ليکم.
اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته مِنت زارى کوم چې زما د نصيحت په کلام باندې غور وکړئ، کومه لنډه ليکنه چې ما تاسو ته وکړه.