5 بيا يرمياه پېغمبر د اِمامانو او د هغه ټولو خلقو په مخکښې کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې ولاړ وُو حننياه نبى ته داسې جواب ورکړو،
د فداياه دوه زامن وُو، زرُبابل او سِمعى. زرُبابل د دوو زامنو پلار وو، مسلام او حننياه. او د هغۀ يوه لور سلوميت وه.
نو بيا يرمياه د توفت نه راواپس شو، کوم ځائ ته چې مالِک خُدائ هغه د پېغام ورکولو دپاره لېږلے وو. نو بيا هغه د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېدو او ټولو خلقو ته يې وفرمائيل چې،
مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.
د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
”د مالِک خُدائ د کور د دروازې سره ودرېږه او خلقو ته اعلان وکړه چې، اے د يهوداه ټولو اوسېدونکو او هغه کسانو چې په دې لارو د مالِک خُدائ کور ته د عبادت دپاره دننه کيږى، د مالِک خُدائ کلام واورئ.