Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 28:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بې‌شکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 28:4
20 Iomraidhean Croise  

تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“


نبوکدنضر د يروشلم خلق، ټول شهزادګان او ټول مشران سړى قېديان بوتلل چې دا ټول په شمېر کښې لس زره وُو. هغۀ سره د لوهارانو، ټول ماهِر کاريګران وويستل او په يهوداه کښې يې صِرف مسکينان خلق پرېښودل.


تۀ به د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړې او د هغوئ د اوږو نه به دروند بوج واخلې. او د ظالمانو زور به ختم کړې داسې لکه څنګه چې تا د ميديان لښکر تباه کړے وو.


د نجب ښارونو دروازې به بند کړے شى او څوک به هم هغه نۀ شى کولاولے. د يهوداه ټول خلق به جلاوطن کړے شى او يو به هم بچ نۀ شى.“


”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.


اے د يهوداه خلقو، د مړ شوى بادشاه يوسياه په حقله ژړا مۀ کوئ، او د هغۀ په مرګ ماتم مۀ کوئ. خو د دې په ځائ ډېره سخته ژړا د هغۀ د زوئ سلوم بادشاه په حقله وکړئ، څوک چې د مُلک نه شړلے شوے دے ځکه چې هغه به بيا کله هم واپس رانۀ شى، او نۀ به خپل ذاتى مُلک دوباره وګورى.


مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.


وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې.


”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، دا ښۀ اينځر د يهوداه د هغه خلقو په شان دى چې ما د بابل مُلک ته د دې ځائ نه جلاوطن کړى دى او زۀ هغوئ ته هم دغه شان ښۀ ګورم.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.


نو بيا حننياه د يرمياه نبى د غاړې نه جغ لرې کړو او ټوټه ټوټه يې کړو،


مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ”زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم چې بوج يې په خلقو باندې دے.


دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه بابل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه بابل ته جلاوطن کړى وُو،


هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو کله چې يهوياکين بادشاه، د هغۀ مور مَلِکه، د دربار خصيان آفسران، د يهوداه او يروشلم مشران، ماهِر کسان او کاريګران د يروشليم نه شړلى وُو.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، په هغه ورځ به د هغوئ د غاړې نه هغه جغ مات کړم او د زنځيرونو نه به يې خلاص کړم او هغوئ به نور د پردو خلقو غلامان نۀ وى.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د غلامۍ نه آزاد شئ. ما هغه طاقت ختم کړو چې تاسو يې ټيټ کړى وئ او د دې جوګه مې کړئ چې په اوچتو سترګو ګرځئ.“


اوس به زۀ د اسوريانو جغ ستاسو د څټ نه اخوا کړم او ستاسو بيړۍ به وشلوم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan