يرمياه 28:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“ Faic an caibideil |
نو بيا په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به سمعياه نحلامى او د دۀ اولاد ته په يقين سره سزا ورکړم. د هغۀ د خاندان نه به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى، او نۀ به هغوئ هغه احسانونه او نعمتونه وګورى کوم چې زۀ د خپل غوره شوى قوم سره کوم، ځکه چې هغۀ زما خلاف خلقو ته د سرکشۍ کولو لمسون وکړو، مالِک خُدائ فرمائى.“