15 بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.
مالِک خُدائ ستا پېغمبران دې ته جوړ کړى دى چې دروغ ووائى ځکه هغۀ په خپله دا فېصله کړې ده چې په تا تباهى راشى.“
ترڅو چې ستا خبره ده فشحوره، تۀ او ستا مکمل خاندان به هم ونيولے شى او بابل ته به بوتلے شى. هلته به تاسو او ستا هغه ټول دوستان مړۀ او ښخ شى چا ته به چې تا په دروغو پېشګوئې کوله چې هيڅ پرواه مۀ کوئ خير به شى.“
”ما دا نبيان نۀ دى لېږلى، خو هغوئ د خپل ځان نه د پېغام ورکولو دپاره په منډه شوى دى، ما د هغوئ سره خبرې نۀ دى کړې، خو هغوئ پېشګويانې وکړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف هم يم چا چې خپله خولۀ پرانستى وى او د خپل ځان نه لګيا وى خبرې کوى او بيا وائى چې مالِک خُدائ داسې فرمائى.
مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، هغوئ ما نۀ دى درلېږلى. هغوئ زما په نوم د دروغو نبوت کوى. نو ځکه زۀ به تاسو د خپل مُلک نه وشړم، نو تاسو او هغه نبيان دواړه به هلاک شئ.“
او حننياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به په دوو کالونو کښې دننه هم دغه شان د نبوکدنضر بادشاه جغ چې کوم هغۀ د ټولو قومونو په غاړه کښې اچولے دے لرې کړم.“ په دې خبره يرمياه د هغه ځائ نه لاړو.
ځکه چې هغوئ په بنى اِسرائيلو کښې شرمناک ګناهونه کړى دى، هغوئ د خپلو ګاونډيانو د ښځو سره د زنا باوجود، زما په نامه د دروغو پېغام خلقو ته وړاندې کړے دے د کوم چې ما هغوئ ته حُکم نۀ دے ورکړے. خو ما ته د هغوئ په حقله عِلم دے او په هغوئ باندې زۀ ګواه يم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.
خو ګورئ تاسو په دروغژنو خبرو باندې يقين ساتئ کومې چې بېفائدې دى.
ستا پېغمبرانو ستا دپاره بېمطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بېلارې کوونکى پېغامونه واورول.
تاسو د خپلو دروغو په وجه صادقان بېزړۀ کړل اګر چې ما هغوئ ته هيڅ قسم تکليف نۀ دے ورکړے، او تاسو ګناهګارانو ته ډاډ ورکوئ چې د خپلو بدو لارو نه راونۀ ګرځى او د هغوئ ژوند بچ نۀ شى،
د هغوئ روياګانې دوکه ده او د هغوئ پالونه نيول دروغ دى. هغوئ وائى چې، مالِک خُدائ دا فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دوئ نۀ دى رالېږلى، بيا هم هغوئ په دې اُميد دى چې د هغوئ خبرې به پوره شى.
زما لاس به د هغه نبيانو په خلاف وى څوک چې د دروغو روياګانې ګورى او د دروغو پالونه نيسى. هغوئ به زما د خلقو په ټولګى کښې شريک نۀ شى او نۀ به د بنى اِسرائيلو د قوم په فهرستونو کښې درج شى، او نۀ به هغوئ د اِسرائيل په مُلک کښې داخل شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.
د هغې نبيان په غلطو روياګانو او دروغژنو پېشګويو سره د هغوئ دا کارونه صفا کوى. هغوئ وائى چې، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دا نۀ وى فرمائيلى.
او کۀ اوس هم څوک پېشګوئې کوى، د هغۀ پلار او مور، چا نه چې هغه پېدا دے، به هغۀ ته وائى، تۀ به ضرور مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ په نوم دروغ ووئيل. کله چې هغه پېشګوئې کوى د هغۀ خپل پلار مور به يې وڅيرى.
کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.
خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.