نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زما په نوم دا پېغمبران د دروغو نبوت کوى. د هغوئ پېغام زما له طرف نه نۀ دے او نۀ ما هغوئ ته حکم کړے دے چې تاسو دا پېغام خلقو له ورکړئ. هغوئ دروغژنې روياګانې، او فضول فالونه او د خپلو دروغژنو خيالونو پېشګويانې کوى.
او نور به په تا کښې ډيوه بله نۀ شى او په تا کښې به بيا د زلمى او د ناوې خبرې وانۀ ورېدے شى. يو وخت وو چې ستا تاجران د دُنيا زورَور خلق وُو او تا په خپل جادو ټول قومونه دوکه کړى وُو.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“