يرمياه 27:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 خو زۀ به اوس ستاسو ټول مُلکونه خپل خِدمت کوونکى نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، تر دې چې زۀ به ځنګلى ځناور هم د دۀ تابعدار کړم. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بېدردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“