4 هغوئ له دا پېغام د هغوئ د مالِکانو دپاره ورکړه چې دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ يې فرمائى،
د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“
بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.
خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو.
ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د بابل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“
خو مالِک خُدائ د يعقوب ميراث د دې بُتانو په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل قوم دے. او د هغۀ نوم ربُ الافواج دے.“