Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 27:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 دا هم هغه پاتې شوى څيزونه دى کله چې نبوکدنضر بادشاه د يهوداه بادشاه، د يهويقيم زوئ يهوياکين او د يهوداه او يروشلم مشران سپين روبى ټول بابل ته بوتلل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 27:20
14 Iomraidhean Croise  

او يهوياکين بادشاه، سره د خپلې مور، زامنو، آفسرانو او سره د محل د آفسرانو بابليانو ته تسليم شو. د نبوکدنضر د بادشاهۍ په اتم کال هغۀ يهوياکين قېدى کړو


کله چې سپرلے شو، نو نبوکدنضر بادشاه يهوياکين بابل ته قېدى بوتلو او د مالِک خُدائ د کور خزانې يې يوړې. بيا نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ صدقياه د يهوداه او يروشلم بادشاه جوړ کړو.


د بابل بادشاه د مالِک خُدائ کور، د دې خزانې او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو دولت لوټ کړو او هر څۀ يې بابل ته يوړل.


هلته به د بادشاهۍ هيڅ هم پاتې نۀ وى، او د هغې ټول مشران به ختم شى.


خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“


وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې.


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى هغه څيزونو په حقله کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې پاتې دى او د يهوداه او په يروشلم او د بادشاه په محل کښې پاتې دى،


هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو کله چې يهوياکين بادشاه، د هغۀ مور مَلِکه، د دربار خصيان آفسران، د يهوداه او يروشلم مشران، ماهِر کسان او کاريګران د يروشليم نه شړلى وُو.


د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د حکومت په دوران کښې ورکړے شو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې،


او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل.


د يوسياه زوئ يکونياه، او د هغۀ وروڼه په هغه زمانه کښې پېدا شول چې بابل ته جلاوطن کړے شو.


د جلاوطنۍ او بابل ته د دوئ د بوتللو نه پس د يکونياه نه شلتى‌اېل پېدا شو او شلتى‌اېل د زرُبابل پلار وو،


د اِبراهيم نه تر داؤد پورې ټولې څوارلس پيړۍ دى، او د داؤد نه بابل ته د جلاوطنۍ پورې څوارلس پيړۍ، او د جلاوطنۍ نه تر مسيح پورې څوارلس پيړۍ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan