2 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“
په هغوئ کښې د کنعانه زوئ صدقياه د اوسپنې ښکر جوړ کړل او اخىاب ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، د دې سره به تۀ د شاميانو خِلاف جنګ وکړې او تباه به يې کړې.“
د ادوم، موآب او عمون قومونه ته،
خو کۀ کوم يو قوم هم خپل څټ د بابل بادشاه د جغ لاندې ښکته کړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو زۀ به دا قوم په خپله زمکه باندې پرېږدم چې هغه وکَرى او هلته اوسيږى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
ما هم دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته ورکړو. ما ورته ووئيل، ”خپل څټونه د بابل بادشاه جغ ته ښکته کړئ، د هغۀ او د هغۀ د خلقو خِدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، په هغه ورځ به د هغوئ د غاړې نه هغه جغ مات کړم او د زنځيرونو نه به يې خلاص کړم او هغوئ به نور د پردو خلقو غلامان نۀ وى.
په تحفنحيس کښې به د ورځې تيارۀ شى کله چې زۀ د مِصر جغ مات کړم او د هغۀ زور به ختم شى. هغه به په وريځو کښې پټ شى، او د هغۀ کلى به قبضه کړے شى.
زنځيرونه تيار کړه، ځکه چې ټول مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ټول ښار د شر و فساد نه ډک دے.
قادر مطلق خُدائ ما ته په رويا کښې دا وښودل چې، هغۀ د قحطۍ مُلخانو لښکرې د حملې دپاره تيارولې. دا په هغه وخت کښې وشول کله چې د بادشاه د برخې وړومبے فصل رېبلے شوے وو او د دوېم فصل د راختلو وخت وو.
نو قادر مطلق خُدائ ما ته بله رويا وښودله، په رويا کښې ما وکتل چې هغه تيارے کوى چې خپلو خلقو له د غټ اور په ذريعه سزا ورکړى. هغه اور د سمندر بېخ وسوزولو او ټوله زمکه يې تباه کړه.