Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 27:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو مالِک خُدائ، ربُ الافواج د هغه څيزونو په حقله وفرمائيل کوم چې په يروشلم کښې پاتې وُو لکه د زېړو ستنې او د زېړو ډيګۍ، او د اوبو راوړلو ګاډۍ او نور سامانونه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 27:19
10 Iomraidhean Croise  

بيا حيرام د زېړو يوه ګول ډيګۍ جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او ګېرچاپېره غټ والے يې پينځلس ګزه وو.


حيرام د زېړو لس ګاډۍ هم جوړې کړې، چې هره يوه تقريباً دوه ګزه اوږده، دوه ګزه پلنه او يو نيم ګز اوچته وه.


بابليانو د زېړو ستنې او هغه ګاډۍ ټوټې ټوټې کړې چې کومې د مالِک خُدائ په کور کښې وې، د زېړو هغه لويه ډيګۍ يې سره د ټولو زېړو بابل ته يوړله.


دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته وه چې د بره د زېړو سر يې تقريباً دوه ګزه اوچت وو. د هر يو سر نه ګېرچاپېره يې د زېړو جال وو چې د زېړو نه جوړو شوو انارو باندې ښائسته کړے شوے وو.


د بابل بادشاه د مالِک خُدائ کور، د دې خزانې او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو دولت لوټ کړو او هر څۀ يې بابل ته يوړل.


دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.


او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan