Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 27:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کۀ چرې هغوئ په رښتيا سره پېغمبران وى او د مالِک خُدائ د خوا نه ورته کلام ورکړے شوے وى نو بيا دې هغوئ ما ته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يم سوال او مِنت وکړى چې زۀ هغه پاتې شوى مقدس څيزونه بابل ته پرې نۀ ږدم چې هغوئ يوسى. او چې هغه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ په کور او د يهوداه بادشاه په محل کښې پاتې شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 27:18
18 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه چې د اِبراهيم د ښځې ساره سره کومه واقعه شوې وه، مالِک خُدائ د ابى‌مَلِک په محل کښې ټولې ښځې شنډې کړې. نو اِبراهيم د ابى‌مَلِک دپاره دُعا وکړه او خُدائ پاک هغه روغ کړو، خُدائ پاک د هغۀ ښځه او د هغۀ وينځې هم روغې کړې، چې د دوئ بچى پېدا شى.


نو تاسو خپل خُدائ ته سوال وکړئ او زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او چې په جواب کښې کوم يو خُدائ اور راولېږى، نو هغه رښتونے خُدائ پاک دے.“ خلقو چغې کړې چې، ”تۀ ټيک وائې.“


چې کوم غوَيے ورله راوستلے شوے وو نو هغوئ هغه بوتلو، تيار يې کړو او د سحر نه تر غرمې پورې يې بعل ته سوال کولو. هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“ خو هيڅ جواب نۀ راتلو. او چې کومه قربان‌ګاه يې جوړه کړې وه د هغې نه ګېرچاپېره ګډېدل.


حزقياه بادشاه او د آموص زوئ يشعياه پېغمبر خُدائ پاک ته سوال وکړو او هغۀ ته يې د مدد دپاره فرياد وکړو.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.


ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.


يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے يرمياه، دې قوم ته نوره دُعا مۀ کوه. او د هغوئ دپاره ما ته سوال او فرياد مۀ کوه، ما ته د هغوئ سره د مدد کولو سفارش مۀ کوه، ځکه چې زۀ به ستا خبره نۀ اورم.


کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


ما د هغوئ په مينځ کښې د يو داسې کس لټون کولو چې د دېوال مرمت وکړى او په وران شوى ځائ لکه د دېوال په شان ودريږى د هغه مُلک دپاره ودريږى چې زۀ يې تباه نۀ کړم، خو ما څوک هم پېدا نۀ کړو.


”اوس خُدائ پاک ته سوال زارى کوئ چې په مونږ مهربان شى. ستاسو نه په داسې قربانۍ پېش کولو، آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


او هغوئ سموئيل ته ووئيل، ”مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته زمونږ دپاره سوال وکړه، نو داسې به مونږ نۀ مړۀ کيږُو. اوس مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې د نورو ټولو ګناهونو نه علاوه مونږ دا ګناه هم کړې ده چې يو بادشاه مو غوښتے دے.“


باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.


او سموئيل ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته دُعا کول مۀ پرېږده چې مونږ د فلستيانو نه بچ کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan