Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 27:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هغوئ ته غوږ مۀ نيسئ، د بابل د بادشاه خِدمت کوئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا دې ولې دا ښار تباه او په کنډرو بدل شى څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 27:17
5 Iomraidhean Croise  

نو په هغه وخت کښې بيا يرمياه صدقياه د يهوداه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو خپل ځان د بابل آفسرانو ته حواله کړئ، تاسو او ستاسو خاندان به ژوندى پاتې شئ، او دا ښار به د سوزېدو نه بچ شى.


ستاسو ټولې ښځې او ماشومان به بابليانو ته بهر راوويستلے شى، او تۀ به هم د هغوئ د نيولو نه بچ نۀ شې. تاسو به د بابل د بادشاه له خوا ګرفتار شئ، او دا ښار به وسوزيږى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، د بابل بادشاه نه نور مۀ يرېږئ. ځکه چې زۀ تاسو سره يم او د هغۀ نه به مو بچ کړم او د هغۀ د لاس نه به خلاصون درکړم.


زۀ به د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې د خندا خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. د ناوې او زلمى آوازونه به نور په دې ښارونو کښې نۀ اورېدلے کيږى. ځکه چې دا مُلک به وران ويجاړ وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan