11 خو کۀ کوم يو قوم هم خپل څټ د بابل بادشاه د جغ لاندې ښکته کړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو زۀ به دا قوم په خپله زمکه باندې پرېږدم چې هغه وکَرى او هلته اوسيږى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
هر څوک هم چې په دې ښار کښې پاتې شى نو هغه به په جنګ، قحط او يا د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې بهر ووځى او خپل ځان بابليانو ته حواله کړى چا چې ښار محاصره کړے دے هغوئ به ژوندى پاتې شى، او هغوئ ته به د ژوندون غنيمت ورکړے شى.
ما هم دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته ورکړو. ما ورته ووئيل، ”خپل څټونه د بابل بادشاه جغ ته ښکته کړئ، د هغۀ او د هغۀ د خلقو خِدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.
”مالِک خُدائ فرمائى چې، هر څوک چې په دې ښار کښې ايسار شى نو هغوئ به په جنګ، قحط او د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې خپل ځان بابليانو ته حواله کړى، نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ د بنى اِسرائيلو قوم د هغه مُلکونو نه راغونډ کړم کومو مُلکونو ته چې هغوئ خوارۀ وارۀ شوى وُو، زۀ به د هغوئ په مينځ کښې او د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان مقدس وښايم. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى، کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے وو.