Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 27:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د صدقياه د يوسياه د زوئ د يهوداه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې دا پېغام يرمياه ته د مالِک خُدائ له طرفه ورکړے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 27:1
8 Iomraidhean Croise  

صدقياه د يويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه.


صدقياه د يوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او په يروشلم يې يوولس کاله بادشاهى وکړه.


دلته يرمياه ته د مالِک خُدائ پېغام د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه د حکومت په وړومبنى سر کښې ورکړے شو.


ما هم دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته ورکړو. ما ورته ووئيل، ”خپل څټونه د بابل بادشاه جغ ته ښکته کړئ، د هغۀ او د هغۀ د خلقو خِدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو.


د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،


د يهوداه د مُلک د صدقياه بادشاه د بادشاهۍ په لسم کال کوم چې اتلسم کال د نبوکدنضر د بادشاهۍ وو، د مالِک خُدائ کلام يرمياه ته ورکړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan