يرمياه 26:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 نو چې څنګه يرمياه هغه کلام خلقو ته اورول ختم کړو کوم چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے وو چې دې خلقو ته يې واوروى نو سمدستى اِمامانو، نبيانو او ټولو خلقو هغه ونيولو او چغې يې کړې، ”دا ضرورى ده چې تۀ د دې په وجه مړ شې. Faic an caibideil |
نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“