7 کله چې يرمياه د مالِک خُدائ په کور کښې دا کلام واورولو نو اِمامانو، پېغمبرانو او ټولو خلقو د هغۀ کلام واورېدو،
پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“
د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“
د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بېحرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى.
اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا حېرانونکى معجزې وليدلې چې هغۀ وکړلې او د خُدائ په کور کښې چې د ماشومانو چغې واورېدې چې، ”مبارک دې وى د داؤد زوئ،“ نو دوئ خفه وُو.
بيا مشر اِمام او د هغۀ ټول ملګرى چې د صدوقيانو د قبيلې غړى وُو هغوئ د حسد نه ډک شول.