يرمياه 26:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 او کۀ چرې تاسو زما د خِدمت کوونکو پېغمبرانو کلام ته غوږ ونۀ نيسئ کوم چې ما تاسو ته بار بار درلېږلى دى خو تاسو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو، Faic an caibideil |
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“
قومونه د قهر نه ډک شوى دى خو اوس ستا د قهر وخت راغلے دے، دا د مړو د عدالت کولو وخت دے. ستا د خادِمانو نبيانو د اجر وخت او ستا د مقدسينو او د هغه ټولو خلقو د لويو نه واخله تر وړو پورې د اجر ورکولو وخت راغلے دے، څوک چې ستا د نوم نه يرېدل. او دا اوس د هغوئ د تباه کېدلو وخت دے چا چې په زمکه کښې تباهى راوستله.“