يرمياه 26:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 کېدے شى چې هغوئ تا ته غوږ ونيسى او هر يو د خپلو بدو لارو نه راواوړى. کومه منصوبه چې ما د هغوئ خلاف جوړه کړې وه، نو بيا به زۀ خپل سوچ بدل کړم او هغه افت به پرې نۀ راولم. Faic an caibideil |
هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.