23 نو هغوئ اورِياه په مِصر کښې ونيولو او يهويقيم بادشاه له يې راوستلو، او هغه يې په تُوره قتل کړو او د هغۀ لاش يې د عامو خلقو په قبرستان کښې ښخ کړو.
هغه د خپل پلار نيکۀ په نقش قدم باندې روان وو، يهويقيم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.
ما ستاسو خلقو ته بېفائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.
خو ستاسو سترګې او زړۀ صرف د ناروا پېسو ګټلو طرف ته متوجه شوى دى، د بېګناه خلقو وينه توئيوئ او دلته په هغوئ باندې ظلم او زياتے کوئ.“
هغه به داسې ښخ کړے شى لکه څنګه چې يو خر ښخولے شى، هغه به راښکلے شى او د يروشلم د دروازو نه به بهر وغورزولے شى.“
خو تاسو په دې يقين وساتئ، کۀ چرې تاسو ما مړ کړئ، نو تاسو او د دې ښار خلق څوک چې په کښې اوسيږى د يو بېګناه کس خون به په خپله غاړه واخلئ ځکه چې په حقيقت کښې زۀ مالِک خُدائ تاسو ته رالېږلے يم، چې دا ټولې خبرې ستاسو غوږونو ته درورسوم.“
نو په دې وجه مالِک خُدائ د يهويقيم د يهوداه بادشاه په حقله فرمائى چې، د هغۀ په اولاد کښې به څوک هم د داؤد په تخت بادشاهى ونۀ کړى، او د هغۀ لاش به په خوشى مېدان وغورزولے شى چرته چې په ورځ کښې به نمر او په شپه کښې به سختې يخنۍ او پرخې ته پروت وى.
هغه د نورو زمرو په مينځ کښې ډاډه ګرځېدو راګرځېدو، ځکه چې هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شوے وو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان به يې هم خوړل.
او د يحيىٰ د سر پرې کولو حکم يې وکړو.
چا چې مالِک عيسىٰ او نبيان دواړه ووژل او مونږ يې هم وشړلو. هغوئ خُدائ پاک خفه کوى او د هر چا مخالفت کوى.
ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.
کله چې دوئ خپله ګواهى پوره کړى نو د عالمِ ارواح نه به هغه بلا راوځى او دوئ سره به جنګ ونښلوى او کاميابه به شى او مړۀ به يې کړى.