22 نو بيا يهويقيم بادشاه الناتن د عکبور زوئ مِصر ته سره د نورو کسانو ولېږلو.
او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو،
نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،
خو په هر ځائ کښې ګرځيږى بدکاران ټول بدۍ ته په ښۀ سترګه ګورى انسانان.
کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى.
هغۀ هغه خط د اِلعاسه د سافن زوئ او ګمرياه د خِلقياه زوئ په لاس ولېږلو، کوم چې د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل نبوکدنضر له ولېږلو. په هغې کښې دا ليکلے شوى وُو،
نو هغه په شاهى محل کښې لاندې د منشى کوټې ته لاړو، چرته چې ټول آفسران ناست وُو. اليسمع، د دربار منشى، د سمعياه زوئ دلاياه، د عکبور زوئ الناتن، د سافن زوئ ګمرياه، د حننياه زوئ صدقياه او نور ټول آفسران هلته موجود وُو.
کۀ څۀ هم چې الناتن، دلاياه او ګمرياه بادشاه ته مِنتُونه کول چې طومار مۀ سوزوه خو هغۀ د هغوئ خبرې ته غوږ ونۀ نيولو.
حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.
د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.