Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 26:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 کله چې يهويقيم بادشاه، او د هغۀ ټولو فوجيانو او آفسرانو د اورِياه خبرې واورېدلې، نو بادشاه د هغۀ د قتلولو کوشش وکړو. خو کله چې اورِياه واورېدل نو د يرې نه مِصر ته وتښتېدلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 26:21
15 Iomraidhean Croise  

زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.


په دې باندې آسا هغه پېغمبر ته دومره غصه شو چې هغه يې په زنځيرونو وتړلو او قېد يې کړو. هم د هغه وخت نه آسا د خلقو سره ظلم زياتے شروع کړو.


يوآس بادشاه د زکرياه خِلاف په يو سازش کښې ملګرتيا وکړه او د بادشاه په حُکم يې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې زکرياه سنګسار کړو.


کۀ څۀ هم چې هر وخت خپل ژوند په خطره کښې اچومه خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېرومه


څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.


کله چې د يهوداه آفسرانو د دې خبرو په حقله واورېدل، هغوئ د شاهى محل نه د مالِک خُدائ د کور طرف ته لاړل او هلته د نوې دروازې په نوم دروازه کښې په داخلېدو سره په خپلو ځايونو باندې کښېناستل.


نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.


نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بې‌زړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“


کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.


د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى.


څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.


هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو.


نو په دې وجه د هغۀ ښځې هيرودياس ورسره کينه لرله او غوښتل يې چې هغه قتل کړى خو کولے يې نۀ شو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan