Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 26:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 په هغه ورځو کښې يو بل نبى د اورِياه په نوم چې د قِريَت‌يعريم اوسېدونکے وو او د سمعياه زوئ وو د يرمياه نبى په شان د مالِک خُدائ په نوم نبوت کولو. هغۀ هم د دې ښار او د دې خلقو خلاف لکه څنګه چې يرمياه خبرې کړې وې يو شان خبرې وکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 26:20
9 Iomraidhean Croise  

زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.


هغه د خپل پلار نيکۀ په نقش قدم باندې روان وو، يهويقيم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.


ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.


نو آفسرانو باروک ته ووئيل چې، ”تۀ او يرمياه لاړ شئ او خپل ځان پټ کړئ. او هيچا ته مۀ وايئ چې تاسو چرته يئ.“


هلته قِريَت‌بعل يعنې، قِريَت‌يعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.


بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَت‌بعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَت‌يعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو.


نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَت‌يعريم.


هغوئ د قِريَت‌يعريم خلقو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”فلستيانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واپس کړے دے. راشئ او يو يې سئ.“


د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ډېره موده تقريباً تر شلو کالو پورې په قِريَت‌يعريم کښې ايسار وو. په دې وخت کښې ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره وژړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan