Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 26:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے‎ شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 26:18
13 Iomraidhean Croise  

تۀ خبر نۀ يې چې ما د دې هر څۀ ډېر د مخکښې نه منصوبه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې.


خو په آخر کښې حزقياه او د يروشلم خلقو خپل ځانونه عاجز کړل، نو ځکه مالِک خُدائ د حزقياه په ژوند کښې خلقو له سزا ورنۀ کړه.


د خپلو ملګرو او د سامرى فوجيانو په مخکښې يې ووئيل، ”دا بدبخته يهوديان چې څۀ کوى د هغې په حقله يې څۀ خيال دے؟ د هغوئ اراده د ښار بيا جوړولو ده څۀ؟ ولې د هغوئ خيال دا دے چې صِرف د يو څو قربانو پېش کولو په وجه به هغوئ هغه دېوال په يوه ورځ کښې جوړ کړى؟ هغوئ د سوزېدلو کاڼو او د ملبې د ډېرى نه د عمارت کاڼى جوړولے شى څۀ؟“


اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.


نو زۀ به په دې مُلک کښې خپل مقدس غر سره ستاسو د ټول مال دولت او ستاسو علاقائى عبادتخانې نورو خلقو ته د غنيمت په توګه حواله کړم، دا ستاسو د ګناهونو بدل دے کوم چې تاسو په خپل ټول مُلک کښې کړې دى.


بابل نه به د تباهۍ ډېرے جوړ شى، او ګيدړان به په کښې غارونه جوړ کړى. هغه به نورو ته د يرې او مسخرو شى، او څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.


د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.


نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.


په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى.


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan