14 ترڅو پورې چې زما خبره ده، زۀ خو ستاسو په قبضه کښې يم، څۀ چې تاسو ته ښۀ او صحيح ښکارى هم هغه ما سره وکړئ.
خو کۀ هغه زما نه رضا نۀ وى نو چې د هغۀ څۀ خوښه وى نو هغه شان دې راسره وکړى.“
بادشاه هغه د وفادارۍ خِدمت هېر کړو چې د زکرياه پلار يهويدع د هغۀ دپاره کړے وو او هغۀ زکرياه ووژلو. کله چې زکرياه مړ کېدو، نو هغۀ چغه ووهله، ”مالِک خُدائ دې زما په حال نظر وکړى او زما بدل دې تا نه واخلى.“
بادشاه همان ته ووئيل، ”سپين زر ځان سره کړه او د خلقو سره هم هغسې وکړه څنګه چې دې زړۀ غواړى.“
خو تاسو په دې يقين وساتئ، کۀ چرې تاسو ما مړ کړئ، نو تاسو او د دې ښار خلق څوک چې په کښې اوسيږى د يو بېګناه کس خون به په خپله غاړه واخلئ ځکه چې په حقيقت کښې زۀ مالِک خُدائ تاسو ته رالېږلے يم، چې دا ټولې خبرې ستاسو غوږونو ته درورسوم.“
صدقياه بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل چې، ”صحيح ده، هغه اوس ستاسو په لاس کښې دے. زۀ تاسو نۀ شم منع کولے.“
شدرک، ميشک او عبدنجو بادشاه ته جواب ورکړو، ”اے نبوکدنضره، مونږ ته د دې ضرورت نشته چې ستا نه په دې معامله کښې د خپل ځان ساتنه وکړُو.
اوس مونږ ستاسو په قبضه کښې يُو، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه شان وکړئ.“