Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 26:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو بيا يرمياه ټولو آفسرانو او ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ رالېږلے يم چې د دې کور او د دې ښار خِلاف هغه ټولې پېشګويانې وکړم کومې چې تاسو واورېدلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 26:12
9 Iomraidhean Croise  

خو تاسو په دې يقين وساتئ، کۀ چرې تاسو ما مړ کړئ، نو تاسو او د دې ښار خلق څوک چې په کښې اوسيږى د يو بې‌ګناه کس خون به په خپله غاړه واخلئ ځکه چې په حقيقت کښې زۀ مالِک خُدائ تاسو ته رالېږلے يم، چې دا ټولې خبرې ستاسو غوږونو ته درورسوم.“


مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.


او کله چې هغوئ تا نه تپوس وکړى چې تۀ ولې زبيرګى کوې؟ نو هغوئ ته ووايه چې د هغه خبر په وجه چې راتلونکے دے. هر يو سخت زړۀ به نرم شى او هر يو لاس به شل شى، هر يو روح به ودريږى او هره يوه ګوډه به د يرې نه په ريږدان شى. دا راتلونکى دى، دا به په يقين سره وشى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“


خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.


خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan