11 نو بيا اِمامانو او پېغمبرانو، ټولو آفسرانو او نورو خلقو ته وفرمائيل چې، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورکړے شى ځکه چې هغۀ د دې ښار خِلاف پېشګوئې وکړه او تاسو په خپلو غوږُونو واورېده.“
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ په ټولو منصوبو باندې پوهه يې چې زما د وژلو دپاره يې تيارې کړې دى. تۀ د هغوئ جرم مۀ معاف کوه او مۀ د هغوئ ګناه د خپلو سترګو نه اخوا کوه. پرېږده چې هغوئ ستا په وړاندې راوغورزيږى، او په خپل قهر او غضب کښې هغوئ له سزا ورکړه.“
نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“
نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بېزړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“
ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د قتلولو جوګه دے.“
هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ دا سړے چرې مجرم نۀ وے نو مونږ به تا له نۀ راوستو.“
يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“
تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“
خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.
نو بيا هغوئ يوآس ته ووئيل، ”خپل زوئ دلته بهر راوباسه چې مړ يې کړُو. ځکه چې هغۀ د بعل قربانګاه تباه کړې ده او د اشيرې ستنه يې ټوټې کړې ده.“