Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 25:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې د نورو معبودانو عبادت او خِدمت مۀ کوئ، تاسو چې په خپلو لاسونو کوم بُتان جوړ کړى دى هغوئ ته په عبادت کولو زما قهر مۀ راپاروئ. نو بيا به زۀ تاسو ته نقصان نۀ درکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 25:6
17 Iomraidhean Croise  

د يهوداه خلقو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې ځکه راوپاروله چې د خپل پلار نيکۀ نه زياته نافرمانى يې وکړه.


مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ کړے وو او هغوئ له يې حُکم ورکړ‌ے وو چې، ”د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ، هغوئ ته سجده مۀ کوئ، د هغوئ خِدمت مۀ کوئ او هغوئ ته قربانى مۀ پېش کوئ.


د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ.


زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.


نو د اِسرائيل او د يهوداه خلقو د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې د شرارت نه بغېر بل کوم کار نۀ دے کړے او هر وخت يې زۀ په خپل کردار سره غصه کړے يم.


ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.


نو اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ تاسو نه تپوس کوم چې، تاسو ولې خپل ځانونه تباه کوئ؟ په تاسو کښې به نۀ نارينه، نۀ زنانه، نۀ ماشومان او نۀ تې خوړونکى هيڅوک هم ژوندى پاتې نۀ شى څوک چې دلته د يهوداه نه راغلى يئ.


تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ.


او چې نه تاسو په مسافر، يتيم او کونډه باندې ظلم وکړئ، او په دې ځائ کښې د بې‌ګناه وينه تويه نۀ کړئ، او د پردو معبودانو عبادت نه لاس په سر شئ او په دې خپل ځان ته نقصان مۀ رسوئ،


تاسو غلا، قتل او زنا کوئ او د دروغو قسمونه خورئ، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کوئ، او د هغه غېرو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو د مخکښې نه نۀ دى پېژندلى.


خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“


او کۀ هغه پېشګوئې شوې نښې يا معجزې څرګندې شى، او کۀ هغوئ وائى، چې نورو معبودانو ته راواوړئ کوم چې تاسو نۀ دى پېژندلى او د هغوئ عبادت وکړئ،


زۀ چې نن تاسو له کوم حُکمونه درکوم نو د هغې نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ او نۀ چې په نورو معبودانو پسې لاړ شئ او نۀ يې عبادت وکړئ.


د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ، د هغه خلقو د معبودانو کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې وى.


هيڅکله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک مۀ هېروئ او نۀ چې نورو معبودانو ته واوړئ چې د هغوئ عبادت او خِدمت وکړئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم چې بې‌شکه تاسو به تباه شئ.


او کۀ تاسو هغه پرېږدئ او د پردو معبودانو خِدمت وکړئ، نو هغه به ستاسو خِلاف شى او تاسو له به سزا درکړى. هغه به تاسو تباه کړى، اګر چې هغه ستاسو سره مخکښې ښۀ هم وو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan