Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 25:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 په هغه ورځ به چې کوم خلق مالِک خُدائ وژلى وى د هغوئ لاشونه به هر چرته د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې پراتۀ وى. په هغوئ باندې به نۀ څوک ماتم کوى او نۀ به يې څوک رايوځائ کولے شى او نۀ به ښخولے شى خو په زمکه به لکه د ډيران د ډيرى په شان پراتۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 25:33
19 Iomraidhean Croise  

د ايزبل لاش د يزرعيل په مُلک کښې په يو پټى کښې به په زمکه باندې د سوټو په شان خور ورو پروت وى او څوک به هم نۀ وى چې هغه وپېژنى.“


هغوئ د دوئ وينه د يروشلم په کوڅو کښې لکه د اوبو توئ کړه، او داسې څوک نشته چې د دوئ مړى ښخ کړى.


څوک چې په عين دور کښې تباه شول، او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو.


نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.


مالِک خُدائ به اور او خپلې تُورې سره د دُنيا عدالت وکړى، او ډېر خلق به د هغۀ د لاسه ووژلے شى.“


او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.


ما تُوره چا له ورکړې ده چې تيره يې کړى. اوس دا تيره ده، چمکداره ده او تياره ده چې قاتل ترېنه کار واخلى.


زۀ به ستا په خولۀ کښې کُنډه واچوم او د هغه نِهرونو ټول کبان به ستا څرمن پورې ونښلوم. او زۀ به تا سره د هغه ټولو کبانو د نِهرونو نه راوکاږم کوم چې ستا څرمن پورې انښتى وى.


زۀ به تا او ستا د نِهرونو هغه ټول کبان په صحرا کښې پرېږدم. تۀ به په اوچه زمکه پروت يې او تۀ به نۀ راغونډ او نۀ اوچت کړے شې. زۀ به تا د زمکې د ځناورو او د هوا د مارغانو خوراک کړم.


”اے د ايتهوپيا خلقو، تاسو به هم زما په تُوره ووژلے شئ.“


تر درې نيمو ورځو پورې به خلق، د هرې قبيلې، د هرې ژبې او د هر قوم نه د دوئ لاشونو ته ګورى او د دوئ د لاشونو د ښخولو اجازت به ورنۀ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan