Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 25:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 نو اوس دا ټولې خبرې د هغوئ خلاف بيان کړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ به د آسمان د اوچتو او مقدسو ځايونو نه لکه د ازمرى په شان وغړمبيږى او هغه به د خپل وطن خلاف زورَور آوازونه وکړى. او هغه به داسې په تېزه آوازونه وکړى لکه څنګه چې د انګورو نچوړونکى په هغه وخت کښې شور کوى. او هغه به د هغوئ ټولو خلاف په زوره چغې ووهى څوک چې په دُنيا کښې اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 25:30
25 Iomraidhean Croise  

بيا بادشاه صدوق ته وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واپس ښار ته يوسه. کۀ زۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ ښکارم، نو يوه ورځ به مې هغه واپس دې صندوق او د هغه ځائ ليدو له راولى چرته چې دا پروت دے.


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.


اِمامانو او ليويانو د خلقو دپاره د مالِک خُدائ برکت وغوښتلو. خُدائ پاک په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ دُعاګانې واورېدلې او قبولې يې کړې.


مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى. هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى، او په زمکه هر يو کس آزمائى.


”دا زما تر ابده پورې د آرام ځائ دے، او هلته به زۀ په تخت کښېنم د کوم چې ما خواهش کړے وو.


قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى. کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.


د پاړو د شپيلۍ آواز نۀ اورى، کۀ هر څومره پاړو ښۀ شپيلۍ ورته غږوى.


مالِک راپاڅېدو لکه څنګه چې څوک د خوب نه راويښ شى، لکه څنګه چې بنيادم د شرابو په نشه مست شى.


خو اوس زۀ د سبماه د انګورو باغونو دپاره هم هغه شان ژاړم لکه څنګه چې د يعزير دپاره ژاړم. د حسبون او اِلى‌عالى دپاره زما اوښکې توئيږى، ځکه چې د فصل لَو نۀ کيږى چې خلق ورسره خوشحاله شى.


ستا د تندر په شان آواز اورېدو سره قومونه زغلى، ستا پاڅېدو سره هغوئ خوارۀ وارۀ شى.


مالِک خُدائ د يو جنګيالى په شان جنګ له ځى، هغه به لکه د فوجى په شان جذبه کښې راشى او د جنګ نعرې به وهى او د خپلو دشمنانو خِلاف به خپل طاقت ښائى.


خو هغه جلالى تخت چې د ازل نه اوچت دے، هغه زمونږ د خُدائ پاک مقدس کور دے.


مالِک خُدائ لکه د يو طاقتور ازمرى په شان کله چې د خپل غار نه راوځى او په خلقو حمله وکړى نو دغه شان به د ظالم تيره تُوره او د مالِک خُدائ سخت قهر به د هغوئ مُلک تباه کړى.“


د موآب د زرخېزه پټو او مُلک نه د خندا او خوشحالۍ آوازونه تلى دى، ما د انګورو د لنګرو نه مے جوړول بند کړى دى، هيڅ څوک هم انګور په خوشحالۍ سره نۀ نچوړوى. تر دې چې هلته شور او چغې اورېدلے شى، خو د خوشحالۍ نه بلکې د جنګ.


کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى.


زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.


مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“


خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“


اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“


په آسمان کښې د خپل مقدس مقام نه لاندې وګوره او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو له برکت ورکړه، هغه مُلک له هم برکت ورکړه چې زرخېز او آباد دے کوم چې تا مونږ له راکړے دے، لکه څنګه چې تا زمونږ د پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.


او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan