Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 25:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 25:29
19 Iomraidhean Croise  

نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.


په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بې‌سزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.


کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟


هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوى، نو د هغۀ د خالِق بې‌عزتى کوى او هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحاليږى نو دے به هم بې‌سزا پاتې نۀ شى.


خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“


نو بيا تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى زۀ به د دې مُلک په ټولو خلقو او د داؤد په نسل، په بادشاهانو، او اِمامانو، پېغمبرانو دومره مے وڅښم چې ښۀ نشه شى او په هر هغه چا چې په يروشلم کښې اوسيږى.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ ته داسې ووايه، اے د يهوداه بادشاهانو او د يروشلم خلقو، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ځائ دومره سخت افت راولم، او چې څوک يې هم واورى نو د هغۀ غوږونه به وبوګنيږى.


نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بې‌سزا نۀ پرېږدم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ چرې بې‌ګناه خلقو ته سزا ملاويږى، نو بيا به تاسو د څومره سزا لائق يئ. تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ. نو تاسو به ضرور د غضب د دې پيالۍ نه خوند واخلئ.“


او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم،


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.


زۀ به تُوره د جوج خلاف په خپلو ټولو غرونو ورولېږم مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د هر چا تُوره به د خپل ورور خلاف وى.


بوډاګان، ځوانان، پېغلې، ښځې، او ماشومان، حلال کړئ، خو هغوئ ته لاس مۀ وروړئ د چا په تندى باندې چې نښه لګېدلې وى. زما د مقدس ځائ نه شروع وکړئ.“ نو بيا هغوئ دا کار د هغه مشرانو نه شروع کړو چې د خُدائ د کور په مخکښې ولاړ وُو.


اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.


اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.


ځکه چې د شنې ونې دا حال وى نو د وچې به څۀ حال وى؟“


ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan