Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 25:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 او نورو ټولو هغه پردو خلقو ته څوک چې په دې مُلک کښې اوسېدل، او د عُوض ټولو بادشاهانو ته، د فلستيه د ټولو ښارونو بادشاهانو ته لکه اسقلون، غزه، عقرون، او کوم خلق چې په اشدود کښې پاتې وُو ورکړه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 25:20
19 Iomraidhean Croise  

د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مس وُو.


مشرے عُوض، د هغۀ ورور بُوز، د آرام پلار قمو‌اېل،


دا د شيم اولاد دے: عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مسک وُو.


په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بې‌داغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو.


سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل.


په کوم کال چې د اسور د بادشاه د سرجون په حُکم د اسوريانو د لښکر فوجى مشر په اشدود ښار باندې حمله وکړه او دا يې قبضه کړو،


د عربو ټولو بادشاهانو ته او د ټولو هغه اجنبيانو بادشاهانو ته چې هلته په ريګستان کښې اوسېدل،


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو.


جنګ به د هغوئ خلاف د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ تباه کړى او په هغۀ کښې د نورو مُلکونو فوجيان به هم تباه کړى. او هغوئ به د ښځو په شان بُزدله شى. او جنګ به د هغوئ خزانې تباه کړى، او لوټ به يې کړى.


اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.


د ايتهوپيا، ليبيا، د لِديه، عربو، او د کوب زما د غوره شوى مُلک خلق به د مِصر سره په تُوره قتل کړے شى.


د يهوداه سړو غزه، اسقلون او عقرون، دا ټول ښارونه او د دې علاقې هم قبضه کړې.


فلستيانو پينځۀ د سرو زرو دانو نمونې مالِک خُدائ ته د هغوئ د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ولېږلې، د اشدود، غزه، اسقلون، جات او عقرون د ښارونو دپاره يوه يوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan