19 ما دا پيالۍ فِرعون د مِصر بادشاه او د هغۀ نوکرانو او آفسرانو له او ټولو مِصريانو له ورکړه،
هغه به د مِصر د معبودانو په مندرونو اور بل کړى، هغه به مندرونه وسوزوى او بُتان به قبضه کړى او د غنيمت په توګه به يې يوسى. هغه به د مِصر مال متاع داسې صفا کړى لکه څنګه چې يو شپون د خپلې چُوغې نه ورَږې صفا کوى. او بېنقصانه به هغه خپل مُلک ته واپس شى.
هغه به د مِصر په بيتشمس مندر کښې مقدسې ستنې راوغورزوى کومې چې په هغې کښې ولاړې دى، او هغه به د مِصر د معبودانو مندرونه وسوزوى.“
کوم پېغام چې د مِصر په حقله وو هغه دا وو چې، د يهوداه بادشاه يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، د کرکميس د جنګ په موقع کله چې فِرعون نِکوه د مِصر بادشاه او د هغۀ فوجيانو د فرات د سيند سره نزدې د بابل بادشاه نبوکدنضر نه شکست وخوړو.