نو بيا به زۀ هغوئ په خپلو کښې سره وجنګومه تر دې چې مور پلار او بچى به په خپلو کښې يو بل زره زره کړى. او زۀ به په هغوئ هيڅ قسم رحم او ترس ونۀ کړم. او هيڅ څيز به ما د هغوئ د تباه کولو نه منع نۀ کړى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.
اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.